ads

کرزي د فساد ضد ډلو له خپلواکۍ سره موافقه وکړه

جمهور رئيس حامد کرزي د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له مشر سناتور جان کيري سره له دوه پړاوه خبرو اترو وروسته  ژمنه وکړه، چې جمهور رئيس حامد کرزي د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له مشر سناتور جان کيري سره له دوه پړاوه خبرو اترو وروسته  […]

نویسنده: TKG
30 زمری 1389

جمهور رئيس حامد کرزي د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له مشر سناتور جان کيري سره له دوه پړاوه خبرو اترو وروسته  ژمنه وکړه، چې

جمهور رئيس حامد کرزي د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له مشر سناتور جان کيري سره له دوه پړاوه خبرو اترو وروسته  ژمنه وکړه، چې د لوېديځ فساد ضد ډلو ته به اجازه ورکړي، چې له سياسي مداخلې پرته تحقيقات وکړي.

جان کيري له کرزي په کلکه وغوښتل، چې د فساد پرضد جدي اقدام وکړي، ګنې د جګړې په دې حساس پړاو کې به د امريکا په کانګريس کې ملاتړ له لاسه ورکړي.

د امريکا د کانګريس ډېرى غړي د افغانستان د جګړې په برياليتوب شک لري، مګر دا، چې کرزي په خپل حکومت کې رشوت خوري ختمې کړي او پر حکومت د عامو افغانانو اعتماد بېرته لاس ته راوړي.

جان کيري د سې شنبې په ورځ له کرزي سره دوه ځلې وليدل او د پاکستان له سفره وروسته يې د جمعې په ورځ  له مخکيني پروګرامه پرته بيا ورسره وکتل.

له پرونۍ کتنې وروسته دواړه د تلويزيوني کمرو مخ ته حاضر شول او کرزي د لومړي ځل لپاره د هغو دوو تحقيقاتي ډلو په باب په ښکاره خبرې وکړې، چې په وروستيو ورځو کې يې د کرزي يو جګپوړي سلاکار ونيوه، خو وروسته د کرزي په مداخلې خوشي شو.

محمدضيا صالحي د دغه خاص ځواک له لوري په رشوت کې د  يوه موټر د اخيستلو په تور ونيول شو، خو د کرزي د فشار په نتيجه کې پرېښودل شو.

امريکايي چارواکي د نوموړي نيونه د فساد پرضد په مبارزه کې د کرزي لومړنۍ ازموينه ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA