ads

پر ايتلافي ځواكونو د يو شمېر چارواكو نيوكې

د ننګرهار د شېرزادو ولسوال پر ايتلافي ځواکونو نيوکه لري، چې دې ولسوالۍ ته نېږدې په هاشم خېلو سيمه  کې يې د يوولسو ولسي وګړو په وژلو حکومت سره د خلکو اړيکې خرابې کړي.   د ننګرهار د شېرزادو ولسوال پر ايتلافي ځواکونو نيوکه لري، چې دې ولسوالۍ ته نېږدې په هاشم خېلو سيمه  کې […]

نویسنده: TKG
30 زمری 1389

د ننګرهار د شېرزادو ولسوال پر ايتلافي ځواکونو نيوکه لري، چې دې ولسوالۍ ته نېږدې په هاشم خېلو سيمه  کې يې د يوولسو ولسي وګړو په وژلو حکومت سره د خلکو اړيکې خرابې کړي.

 

د ننګرهار د شېرزادو ولسوال پر ايتلافي ځواکونو نيوکه لري، چې دې ولسوالۍ ته نېږدې په هاشم خېلو سيمه  کې يې د يوولسو ولسي وګړو په وژلو حکومت سره د خلکو اړيکې خرابې کړي.

 

ولسوال ملک رستم  دا خبره شاوخوا يوه مياشت وروسته تر هغې کليد ته وکړه، چې ايتلافي ځواکونو د خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو ترمنځ دې ګډې سيمې کې د  جنازې پر يوه کاروان د شپې لخوا هوايي بريد کې يوولس تنه ووژل.

دغه وژل شوي كسان ټول د لوګر د اذرې ولسوالۍ اوسيدونکي وو او پردې لاره يې خپلې سيمې ته جنازه لېږدوله.

ملک رستم، چې ولسوالي يې د ننګرهار يوه له ډېرو ناامنو ولسواليو څخه يوه ده، ښکاره له دې عملياتو د کوم بد اغېز د رامنځته کېدو څه نه وايي،خو ايتلاف په دې تورنوي، چې په لوى لاس ولسي خلکو ته د طالبانو نوم ورکوي.

د شېرزادو ولسوال دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د دې پېښې څېړنې ته د ننګرهار د پخواني والي حاجي دين محمد په مشرۍ د مرکزي حکومت پلاوي د لسګونه ورځو په تېريدو لا هم د پېښې په اړه خپل دريځ نه دى روښانه کړى.

بلخوا ځايي خلک، چې د هغو يوولسو ولسي وګړو پر وژل کېدو او د افغان دولت پرخاموشۍ نيوکه لري، وايي، که دا حالت دوام ولري، نو ښايي د ننګرهار په نورو سوله ييزو سيمو کې هم ولسي وژنې او له دې امله د حکومت مخالفينو سره د ولس ملاتړ ډېر شي.

په شېرزادو کې د ولسي وژنې دا هېره موضوع په داسې حال کې ياديږي، چې د تېرې چارشنبې پر شپه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هم ايتلافي ځواکونو په خپلسرو عملياتو کې دوه ولسي وګړي مړه او درې نور ژوندي ونيول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA