ads

١٣ کلن ځانمرګى ونيول شو

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ چارواکو پرون په دې ولايت کې د يوه ١٣ کلن ځانمرګي بريد کوونکي د نيولو خبر ورکړ. د دهراوود ولسوال خليفه سعادت رسنيو ته وويل، چې نيول شوى ماشوم د هلمند ولايت  د زمينداور اوسېدونکى دى.   د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ چارواکو پرون په دې ولايت کې د يوه […]

نویسنده: TKG
30 زمری 1389

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ چارواکو پرون په دې ولايت کې د يوه ١٣ کلن ځانمرګي بريد کوونکي د نيولو خبر ورکړ. د دهراوود ولسوال خليفه سعادت رسنيو ته وويل، چې نيول شوى ماشوم د هلمند ولايت  د زمينداور اوسېدونکى دى.

 

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ چارواکو پرون په دې ولايت کې د يوه ١٣ کلن ځانمرګي بريد کوونکي د نيولو خبر ورکړ.

 

د دهراوود ولسوال خليفه سعادت رسنيو ته وويل، چې نيول شوى ماشوم د هلمند ولايت  د زمينداور اوسېدونکى دى.

نوموړي زياته كړه، چې دغه ماشوم د ځانمرګي بريد لپاره قوماندانۍ ته څېرمه په يوه هټۍ کې د ځانمرګي بريد د واسکټ اغوستو پر مهال ونيول شو.

سرچينه زياتوي، چې له دې ماشوم سره دوه تنه نور هم وو، خو هغوى په تېښته بريالي شوي دي .

د سعادت په وينا، نيول شوي ماشوم اعتراف کړى، چې د ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ يې د ځانمرګي بريد قصد درلود.

نږدې درې مياشتې وړاندې هم په دهراوود ولسوالۍ کې يو ١٣ کلن ماشوم، چې د ځانمرګي بريد واسکټ يې پر ځان و او غوښتل يې پر ولسوال بريد وكړي ، د پوليسو په ډزو ووژل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA