د ننګرهار په ناامنه ولسوالۍ چپرهار کې تېره شپه يو شاعر او ژونالېست د ناڅرګندو وسله والو په بريد کې ټپي شو. ټپي شوى عطامحمد هيله من، چې پخوا د ننګرهار ملي راډيو تلويزون د خبري څانګې مسول او همدا شان يو مهال د اوښکې په نامه د يوې جريدې چلوونکى و، اوس يوې نادولتي ادارې ته کارکوي.
د ننګرهار په ناامنه ولسوالۍ چپرهار کې تېره شپه يو شاعر او ژونالېست د ناڅرګندو وسله والو په بريد کې ټپي شو.
ټپي شوى عطامحمد هيله من، چې پخوا د ننګرهار ملي راډيو تلويزون د خبري څانګې مسول او همدا شان يو مهال د اوښکې په نامه د يوې جريدې چلوونکى و، اوس يوې نادولتي ادارې ته کارکوي.
دى وايي تېر ماښام تر لمانځه وروسته پخپل کلي، ( ماڼو) کې د کاله پرخواروان و، چې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې او پر پښه يې ټپي کړ.
هيله من له نوم اخېستو پرته وايي، پخوا يو شمېر کړيو ورته د دندې د پرېښودو او د داسې نه کولو پرمهال د وژنې ګواښونه کول او دا ډزې هم پرې همدغو کړيو کړي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور له پېښې ناخبري ښيي، خو يو شمېر سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط پېښه مني.
د پېښې مسؤليت چا پرغاړه نه دى اخېستى، خو بايد وويل شي، چې د ننګرهار تر نورو ډېرو ناامنه ولسوالۍ چپرهار کې ورته ډېرې ګواښنې او وژنې وسله والو طالبانو پورې منسوب شوي او کله دې ډلې هم دا خبره منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


