ads

لسو كې شپږ امريكايان د افغان جګړې مخالف دي

په امريکا کې ډيرى خلک د افغان جګړې پاى نه ويني او په ١٠ کې ٦ کسانو د تېرې نهه کلنې جګړې مخالفت کړى. دا په داسې حال کې ده، چې امريکا غواړي افغانستان ته په زرګونو تازه دمه سرتېري ولېږي.   په امريکا کې ډيرى خلک د افغان جګړې پاى نه ويني او په […]

نویسنده: TKG
30 زمری 1389

په امريکا کې ډيرى خلک د افغان جګړې پاى نه ويني او په ١٠ کې ٦ کسانو د تېرې نهه کلنې جګړې مخالفت کړى. دا په داسې حال کې ده، چې امريکا غواړي افغانستان ته په زرګونو تازه دمه سرتېري ولېږي.

 

په امريکا کې ډيرى خلک د افغان جګړې پاى نه ويني او په ١٠ کې ٦ کسانو د تېرې نهه کلنې جګړې مخالفت کړى.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا غواړي افغانستان ته په زرګونو تازه دمه سرتېري ولېږي.

 

په امريکا کې په ملي کچه تر انتخاباتو ١٠ مياشتې مخکې، چې ښايي د اوباما د لومړۍ کاري دورې تعريف او ارزونه هم وکړي، يوازې په سلو کې ٣٨ امريکايانو ويلي، دوى په افغانستان کې د اوباما د جګړې د پراختيا د هڅو ملاتړ کوي.

١٩فيصده نورو هيله ښوولې، چې راروان ميلادي کال كې به حالات ښه شي او ٢٩ فيصده نور فکر کوي، وضعيت به نور هم کړکېچن شي.

په سلو کې ٤٩ نور بيا فکر کوي، چې وضعيت به دغسې وي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، کېدى شي دغه ارقام اوباما او د هغه ډيموکراتيک ګوند ته د حيرانۍ وړ وي، خو په امريکا کې بېکاري ډېره او اقتصادي وده کمه ده.

د سرچينې په وينا، په دې هېواد کې له وړاندې څخه د ١ اعشاريه ٣ ترليون ډالره د بودجې کسر موجود دى.

د ياد اژان د معلوماتو له مخې په نظر پوښتنه كې ٥٨ امريکايانو د افغان جګړې مخالفت کړى.

په امريکا کې ډېرى خلکو د اوباما د هغې پرېکړې هرکلى کړى، چې په عراق کې يې جنګي ماموريت ختم کړ.

په عراق کې تر اووه کلنې جګړې وروسته په سلو کې ٦٥ امريکايانو د عراق د جګړې مخالفت کړى، يوازې ٣١ کسانو دغه ماموريت ښه ګڼلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA