د بغلان د ډنډ غوري سيمې سلګونو اوسېدونکيو، د بهرنيو او اربکي ځواکونو له خوا د يو ماشوم د وژلو او درېيو کسانو د نيولو په غبرګون، لاريون وکړ او د پلخمري – کندوز لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د بغلان د ډنډ غوري سيمې سلګونو اوسېدونکيو، د بهرنيو او اربکي ځواکونو له خوا د يو ماشوم د وژلو او درېيو کسانو د نيولو په غبرګون، لاريون وکړ او د پلخمري – کندوز لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.لاريون کوونکيو، چې د وژل شوي ماشوم مړى يې له ځان سره لېږداوه، د پلخمري – کندوز لاره يې نن سهار له شاوخوا شپږ بجو څخه په ډنډ شهاب الدين، بابه نظر او بي بي يينه سيمو کې تړلې ده.
لاريون کوونکي ادعا کوي، چې بهرنيو او اربکي ځواکونو تېره شپه پر يوه کور د بريد په ترڅ کې يو ماشوم وژلى، درې تنه يې ټپيان کړي او درې يې له ځان سره بېولي دي.
د بغلان امنيتي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


