د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د ناټو په هوايي بريد کې يو طالب قوماندان له خپلو پنځو کسانو او درېيو ملکي وګړيو سره ووژل شول. د پشت رود ولسوال غوث الدين رسنيو ته وويل،
د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د ناټو په هوايي بريد کې يو طالب قوماندان له خپلو پنځو کسانو او درېيو ملکي وګړيو سره ووژل شول.
د پشت رود ولسوال غوث الدين رسنيو ته وويل، چې دغه بريد تېره ورځ د ماسپښين په يوه بجه د ولسوالۍ جنوب لور ته په لس کيلومترۍ کې، په پنج عيدګاه کلي کې د ملا جمعه ګل او د هغه د کسانو پر موټر وشو.
د هغه په وينا، په دې بريد کې په موټر کې ناست ټول شپږ کسان وژل شوي دي.
د پشت رود ولسوال زياته کړه، چې د دې هوايي بريد سيمه د ناټو ځواکونو له خوا کلابنده شوې او تر دې مهاله د دې بريد نور جزئيات نه دي تر لاسه شوي.
د فراه امنيه قوماندان سمونوال محمد فقير عسکر هم د دې بريد د تاييد ترڅنګ وويل، چې پوليس تر اوسه د ملکي تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
په فراه کې يوې دولتي سرچينې دنوم دنه ښودلو په شرط ويلي، چې پر پنج عيدګاه کلي بريد کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو په هغې خبرپاڼه کې، چې نن سهار يې خپره كړې ، په کې يې د فراه د پشت رود ولسوالۍ د عملياتو خبر ورکړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې هوايي بريد کې ٦ طالبان وژل شوي دي. طالبانو هم تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


