ads

د سړک جوړونې ديوه شرکت ٣٠ ساتونکي ووژل شول

وسلوالو طالبانو د هلمند د ګرېشک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت پر امنيتي کسانو بريد کې ٣٠ ساتونکي وژلي، ١٩ يې ټپيان کړي او د هغوى ٣١ پوستې يې له منځه وړې  دي. وسلوالو طالبانو د هلمند د ګرېشک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت پر امنيتي کسانو بريد کې […]

نویسنده: TKG
30 زمری 1389

وسلوالو طالبانو د هلمند د ګرېشک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت پر امنيتي کسانو بريد کې ٣٠ ساتونکي وژلي، ١٩ يې ټپيان کړي او د هغوى ٣١ پوستې يې له منځه وړې  دي.

وسلوالو طالبانو د هلمند د ګرېشک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت پر امنيتي کسانو بريد کې ٣٠ ساتونکي وژلي، ١٩ يې ټپيان کړي او د هغوى ٣١ پوستې يې له منځه وړې  دي.

دا څرګندونې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين رسنيو ته وکړې او ويې ويل، چې دا بريد وړمه ورځ د ګرېشک د ميرمنداب په سيمه کې رامنځته شوى دى.

د نوموړي په وينا، طالبانو د ياد شوي شرکت د ٧ امنيتي پوستو قوماندانان  له يوه اندازه وسلو او يو شمېر موټرو سره نيولي او د شرکت ګڼ شمېر موټر يې سوځولي دي .

د ده په وينا، د شرکت امنيتي کسانو ته دا مرګ ژوبله د يوې داخلي توطيې له لارې اړول شوې ده .

نوموړي وويل، چې وسلوالو طالبانو دغه بريد د دې شرکت له هغو سلو ساتونکيو سره په همغږۍ تر سره کړى، چې په دې وروستيو کې نوي په دندو ګومارل شوي وو.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې د يادو ټپيانو يو شمېر يې په ګرېشک کې په دولتي روغتون او يو شمېر يې په هلمند کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په اډه کې تر درملنې لاندې دي.

د دې شرکت يو کارکوونکى محمد طاهر وايي، چې شاوخوا دوه زره وسلوالو طالبانو د دې شرکت پر امنيتي پوستو بريد وکړ او ٢٥ ساتونکي په کې ووژل شول .

خو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې دومره ډېرو طالبانو په دې بريد کې ونډه نه لرله .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA