ads

اروزګان كې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مرکز کې د ماين په دوو چاودنو کې  څلور عام وګړي مړه او د سړک جوړونې د يوه ساتونکي په ګډون پنځه نور ټپيان شول.   د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مرکز کې د ماين په دوو چاودنو کې  څلور عام وګړي مړه او د سړک […]

نویسنده: TKG
30 زمری 1389

د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مرکز کې د ماين په دوو چاودنو کې  څلور عام وګړي مړه او د سړک جوړونې د يوه ساتونکي په ګډون پنځه نور ټپيان شول.

 

د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مرکز کې د ماين په دوو چاودنو کې  څلور عام وګړي مړه او د سړک جوړونې د يوه ساتونکي په ګډون پنځه نور ټپيان شول.

 

د دهراوود ولسوال خليفه سعادت رسنيو ته وويل، چې چاودنه د چارچينو په اډه کې  رامنځته شوه.

نوموړى وايي، چې د چاودنې هدف د يوې پوستې قوماندان عبدالمنان و، چې له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و، خو هغه ته زيان نه دى رسېدلى.

همدا ډول پرون ماښام ٦:٣٠ نيجې بجې د دې ولايت د چورې ولسوالۍ د سهراب  ګودر په سيمه کې پر يوه موټر سايکل چاودنه وشوه.

د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان ګل محمد وايي، چې په چاودنه کې پر موټر سايکل سپاره دوه تنه سخت ټپيان شوي، چې يو يې عام وګړى او بل يې د سړک جوړونې د شرکت ساتونکى دى.

د دې داړوو پيښو مسؤليت تردې دمه، چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA