ads

کرزى د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا مسکو ته لاړ

جمهور رئيس حامد کرزى د سه شنبې په ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روسيې، افغانستان، پاکستان او تاجکستان د مشرانو په څلور اړخيزه غونډه کې د ګډون په هدف روسيې ته ولاړ.     جمهور رئيس حامد کرزى د سه شنبې په ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د […]

نویسنده: TKG
27 زمری 1389

جمهور رئيس حامد کرزى د سه شنبې په ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روسيې، افغانستان، پاکستان او تاجکستان د مشرانو په څلور اړخيزه غونډه کې د ګډون په هدف روسيې ته ولاړ.

 

 

جمهور رئيس حامد کرزى د سه شنبې په ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روسيې، افغانستان، پاکستان او تاجکستان د مشرانو په څلور اړخيزه غونډه کې د ګډون په هدف روسيې ته ولاړ.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې دغه سفر د روسيې د جمهوررئيس ديمتري مېدېودف په بلنه ترسره شوى دى.

خبرپاڼې زياته کړې ده، چې حامد کرزى به په دغه سفر کې د پاکستان او روسيې له جمهور رئيسانو سره په ځانګړې توګه ليدنه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دغې څلور اړخيزې لومړنۍ غونډه کې وينا وکړي.

د يادې دوه ورځنۍ غونډې د خبرو اترو منځپانګه، د سيمې د حالاتو د ښه والي په خاطر دسيمه ييزو همکاريو پراختيا، د امنيت ټينګښت او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ده.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د کريملېن له خوا خپره شوې راغلي دي، چې ياده ناسته د زمري په ٢٧مه په مسکو کې جوړېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA