ads

په ميدان وردكو كې د ايساف څلور سرتيري ټپيان شول

ايساف ځواكونه وايي، چې په وردكو ولايت كې يې څلور سرتري د وسله والو طالبانو د لاسي بم بريد كې ټپيان شول. ايساف ځواكونو په يوه خبر پاڼه كې،       ايساف ځواكونه وايي، چې په وردكو ولايت كې يې څلور سرتري د وسله والو طالبانو د لاسي بم بريد كې ټپيان شول. ايساف […]

نویسنده: TKG
27 زمری 1389

ايساف ځواكونه وايي، چې په وردكو ولايت كې يې څلور سرتري د وسله والو طالبانو د لاسي بم بريد كې ټپيان شول. ايساف ځواكونو په يوه خبر پاڼه كې،

 

 

 

ايساف ځواكونه وايي، چې په وردكو ولايت كې يې څلور سرتري د وسله والو طالبانو د لاسي بم بريد كې ټپيان شول.

ايساف ځواكونو په يوه خبر پاڼه كې، چې كليد ته يې راستولې وه، ليكلې، چې پېښه هغه مهال په سيد اباد ولسوالۍ كې رامنځته شوه كله، چې دغه سرتيري په سيمه كې په ګزمه بوخت وو.

د يادو ځواكونو په وينا، پردوى د جومات له دننه څخه بريد شوى و.

خبرپاڼه زياتوي، له پېښې وروسته د ملي اردو سرتېرو، چې په ګډه ګزمه بوخت وو، جومات او شاوخوا سيمه وپلټله، خو كوم څوك يې پيدا نه كړل.

ټپي سرتيري په سيمه كې د ايساف ځواكونو روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA