په سهيل ختيځ زون كې د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د ادارې مشر انجينر شير اغا احمدزى وايې، چې پېښه پرون سهار هغه مهال را منځته شوې، چې كله د (M.D.C) موسسې كاركوونكو د تېرې په سيمه كې د ماينونو لټه كوله .
د سيمې اوسيدونكي وايي د تېرې په سيمه كې لا اوس هم ماينونه شته، چې ډيرى د جهاد د وخت ناچاودي هغه دي .
څه موده وړاندې د تېرې د سيمې ټنډانو كلي اوسيدونكو له (M.D.C) موسېسې څخه وغوښتل، چې د دوى سيمې ته دې د ماين پاكانو ډله ولېږي، چې ورسته بيا د سيمې د اوسيدونكو له خوا يوه رضا كاره ډله جوړه شوه، چې تر دې دمه د ناچاودو توكو په پاكولو لګيا دي .
ياده دې وي، څه موده وړاندې د پكتيا په ولايت كې ماين پاكان څو ، څو ځلې د ناپېژاندو له خوا وتښتول شول، چې بېرته راخوشي شول، خو په دې ورستيو كې دا لومړۍ پېښه ده، چې په ماين پاكانو پسې د كار په ساحه كې ماين چاودنه كېږي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


