ads

ننګرهار کې د ملكي وژنې په غبرګون لاريون پيل شو

په ننګرهار کې د ناټو ځواکونو له خوا د دوو کسانو د وژلو په غبرګون د سره رود ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکيو لاريون پيل کړى او د جلال اباد کابل لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله. په ننګرهار کې د ناټو ځواکونو له خوا د دوو کسانو د وژلو په غبرګون د سره رود […]

نویسنده: TKG
27 زمری 1389

په ننګرهار کې د ناټو ځواکونو له خوا د دوو کسانو د وژلو په غبرګون د سره رود ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکيو لاريون پيل کړى او د جلال اباد کابل لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

په ننګرهار کې د ناټو ځواکونو له خوا د دوو کسانو د وژلو په غبرګون د سره رود ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکيو لاريون پيل کړى او د جلال اباد کابل لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور رسنيو ته وويل، چې ناټو ځواکونو تېره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند د سرخاب پله ته څېرمه د ظلم اباد په کلي کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې يادو شويو ځواکونو د دې عملياتو په ترڅ کې دوه  ملکي وګړي، چې کروندګر وو، وژلي، دوه کروندګر او دوه مزدوران يې له ځان سره وړي دي.

سمونوال غفور وايي، چې ناټو ځواکونو د دې عملياتو په اړه له پوليسو سره هېڅ مشوره نه وه کړې او په خپل سر يې ترسره کړي دي.

د دغې پېښې په غبرګون کې د سره رود ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکيو نن سهار په نهو بجو لاريون پيل کړ او د کابل جلال اباد لويه لاره يې د سرخاب پله په سيمه کې بنده کړه.

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې امريکايي ځواکونو يادې شوې سيمې ته څېرمه د نظراباد په کلي کې د ولسي جرګې د يوې وکيلې صفيه صديقي د خپلوانو پر کور هم عمليات ترسره کړى وو او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA