د کندهار کابل پر لويه لاره يو ٣٠٣ ډوله موټر، چي له کابله کندهار ته پر لاره و د شهر صفا په سيمه کې چپه شوى، چې له امله يې ١٣ تنه سورلۍ ژوبلې شوي دي.
د کندهار کابل پر لويه لاره يو ٣٠٣ ډوله موټر، چي له کابله کندهار ته پر لاره و د شهر صفا په سيمه کې چپه شوى، چې له امله يې ١٣ تنه سورلۍ ژوبلې شوي دي.د يادي پېښي په اړه د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار كليد ته وويل، دغه بس د احمدشاه ابدالي د شرکت اړوند و، چې پرون سهارشاوخوا اته بجي له کابله کندهار ته روان و او د شهر صفا په سيمه کې واوښت، چې پکې ١٣ تنه ژوبل شول.
نوموړي وويل، له دې د يارلسو تنو څخه يي د څلورو روغتيايي حالت ډېرنازک و، چې هغه يې د کندهار ميرويس روغتون ته وړي دي.
د يادونې وړ دي، چې څه موده وړاندې هم د کندهار څخه کابل ته يو ٣٠٣ ډوله بس موټر په لاره و، چې د ښوراندام په سيمه کې د زيات گړنديتوب له امله چپه شوى و، چې پکې ٤٧ تنو ته مرگ ژوبله اوښتي وه.
بايد وويل شي، دغسې پېښې زيات وخت د موټر چلونکو بې احتياطۍ او زيات گړنديتوب له امله رامنځته كېږي، چې چارواکي هم پدغسې پېښو کې په وار وار پړه پر موټر چلونکو وراچولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


