امريکايي چارواکي وايي، د امريکا پوځ غواړي، د خصوصي امنيتي کمپنيو فعاليتونه بالاخره بند شي، خو دوى زياتوي، چې د دې کار لپاره شرايط تراوسه نه دي برابر شوي.
امريکايي چارواکي وايي، د امريکا پوځ غواړي، د خصوصي امنيتي کمپنيو فعاليتونه بالاخره بند شي، خو دوى زياتوي، چې د دې کار لپاره شرايط تراوسه نه دي برابر شوي.جمهور رئيس حامد کرزي پرون په خپل فرمان کې په افغانستان کې ټولو خصوصي امنيتي کمپنيو ته امر وکړ، چې په څلورو مياشتو کې خپل فعاليتونه ختم کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي، په افغانستان کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د فعاليت د بندولو په برخه کې د کرزي د پروني فرمان په اړه په عکس العمل کې وويل، واشنګټن فکر کوي، چې د افغانستان امنيتي ادارې د اوس لپاره په هېواد کې د امنيتي مسوليتونو منلو ته لا نه دي چمتو شوي.
د خصوصي امنيتي کمپنيو موضوع د افغان دولت او د امريکا او ناټو ځواکونو ترمنځ يوه لانجمنه مسئله ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


