ads

افغانستان مرسته شوې پيسې پاکستان ته وسپارلې

د ماليې وزير په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د افغان حکومت لخوا يو ميليون امريکايي ډالره مرسته شوې پيسې په کابل کې د پاکستان سفير ته وسپارلې . د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د سه شنبې په ورځ  د يادو پيسو د سپارلو پر مهال  خبريالانو ته وويل، چې افغان حکومت […]

نویسنده: TKG
27 زمری 1389

د ماليې وزير په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د افغان حکومت لخوا يو ميليون امريکايي ډالره مرسته شوې پيسې په کابل کې د پاکستان سفير ته وسپارلې .

د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د سه شنبې په ورځ  د يادو پيسو د سپارلو پر مهال  خبريالانو ته وويل، چې افغان حکومت او خلک د پاکستان په درد او غم کې ځان شريک بولي او د يادې مرستې له لارې د پاکستان له ملت سره خپله همدردي څرګندوي.

زاخېلوال، پر افغان پانګه والو غږ وکړ، چې له ګاونډي  هېواد پاکستان او په هغه هېواد کې له هغو افغان کډوالو سره، چې د سېلابونو له كبله بې کوره شوي او يا زيانمن شوي دي، له خپل توان سره سم  مرستې وکړي.

د وروستيو راپورونو له مخې، په تېرو نږدې درې اوونيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو شل ميليونه وګړي زيانمن کړي او نږدې دوه زره تنو يې له كبله ژوند له لاسه ورکړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA