ads

په جنوب ختيځ كې د شمشېر په نامه عمليات و غځېدل

په جنوب ختيځ زون كې د روان لمريز كال د زمري د مياشتې په اتمه نېټه د شمشېر په نوم ګډ عمليات د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو او بهرنيو ځواكونو له خوا پيل او لا روان دي . په جنوب ختيځ زون كې د روان لمريز كال د زمري د مياشتې په اتمه […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1389

په جنوب ختيځ زون كې د روان لمريز كال د زمري د مياشتې په اتمه نېټه د شمشېر په نوم ګډ عمليات د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو او بهرنيو ځواكونو له خوا پيل او لا روان دي .

په جنوب ختيځ زون كې د روان لمريز كال د زمري د مياشتې په اتمه نېټه د شمشېر په نوم ګډ عمليات د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو او بهرنيو ځواكونو له خوا پيل او لا روان دي .

د (۲۰۳) تندر قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالخالق وايې د عملياتو په ترڅ كې يې (۵۹) وسله وال وژلي، چې (۱۲) يې بهرنيان دي .

د عبدالخالق په وينا په عملياتو كې يې دوه تنه وسله وال او يو شمېر وسلې هم نيولې دي .

د دغو عملياتو ډيرى برخه د پكتيا د ځدراڼو په غرنيو سيمو كې شوې، چې د ګردې څيړۍ د سورې خيلو سيمه يې اصلي مركز وو.

څو ورځې وړاندې په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو د مطبوعاتي دفتر په يوه علاميه كې ويل شوي وو، چې په ياده سيمه كې يې (۲۰) تنه وسه وال طالبان وژلي دي .

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ځدراڼو په سيمه كې د دوى شپږ ملګري په هوايي بريد كې  وژل شوي.

مجاهد دا هم وايې كه تر دې زيات كسان وژل شوي وي، هغه به ولسي خلك وي.

د امنيتي چارواكو په وينا، پتېل شوې وه، چې عمليات به (۱۰) ورځې دوام وكړي، خو د شته امنيتي خنډونو له امله پسې و غځېدل .

د شمشېر په نوم عمليات، چې د جنوب ختيځ زون په څلورو ولايتونو كې د را روانو ټولټاكنو د ښه تر سره كېدو په موخه پيل او لا روان دي .

په يادو عملياتو كې چارواكې د (۵۹) تنو وسله والو د وژل كېدو خبر په داسې حال كې وركوي، چې ولسمشر حامد كرزي له وسله والو څخه د روژې د مباركې مياشتې په درناوي د نښتو د ودرېدو غوښتنه كړې ده .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA