وروسته له دې، چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پېتريوس وويل، چې د ۲۰۱۱ کال د جولاي مياشت كې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل حتمي نه دي، سپينې ماڼۍ وويل، چې په دې پرېکړه کې بدلون د بحث وړ نه دى.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند بېل برټن د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په باب د جمهور رئيس بارک اوباما له لوري اعلان شوې نېټه بدلېداي نه شي او د جنرال پيټريوس د څرګندونو نقل قول نيمګړى شوى و.
جنرال ډېوېډ پېټريوس ويلي وو، چې له افغانستانه د ۲۰۱۱ کال په جولاي کې د امريکايي ځواکونو د وتلو پيل له دې سره تړواو لري، چې د دې هېواد حالات څه ډول دي.
خو د سپينې ماڼۍ وياند برټن وايي، چې د جمهور رئيس خبره ښکاره ده او په دې برخه کې د هغه او د ده د قومندانانو ترمنځ کوم اختلاف هم نشته.
د سپينې ماڼۍ وياند په عين حال کې وويل، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو شمېر به مشروط وي.
له بلې خوا د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ته په يوه مرکه کې وويل، چې بايد د هيچا په ذهن کې دا ونه ګرځي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په نېټه کې بدلون راځي.
ده وويل، امريکايي پوځيان به د ۲۰۱۱ کال له جولايه له افغانستانه وتل پيل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ