ads

كونړ كې پر ايتلافي ځواكونو درې ځايه بريدونه شوي

وسله وال طالبان په کونړ کې درې ځايه ايتلافي ځواکونو ته د مرګ، ژوبلې دعوه په داسې حال کوي، چې دغه ځواکونه هم په ختيځ  کې د خپلو دوو سرتېرو وژنه او پر دوى د يوه بريد پرمهال د څلورو ولسي موټر چلوونکو د ټپي کېدو خبرورکوي. وسله وال طالبان په کونړ کې درې ځايه […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1389

وسله وال طالبان په کونړ کې درې ځايه ايتلافي ځواکونو ته د مرګ، ژوبلې دعوه په داسې حال کوي، چې دغه ځواکونه هم په ختيځ  کې د خپلو دوو سرتېرو وژنه او پر دوى د يوه بريد پرمهال د څلورو ولسي موټر چلوونکو د ټپي کېدو خبرورکوي.

وسله وال طالبان په کونړ کې درې ځايه ايتلافي ځواکونو ته د مرګ، ژوبلې دعوه په داسې حال کوي، چې دغه ځواکونه هم په ختيځ  کې د خپلو دوو سرتېرو وژنه او پر دوى د يوه بريد پرمهال د څلورو ولسي موټر چلوونکو د ټپي کېدو خبرورکوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفوني اړيکو کې کليد ته وويل چې نن سهار تر اتوبجو په ماڼوګي،اسمار او غازي اباد ولسواليو کې د يوه ماين چاودنې او نورو بريدونو پرمهال يې د اوو ايساف سرتېرو د وژلو ترڅنګ درې نورټپيان کړي هم دي.

د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د ماڼوګي له پېښې ناخبري ښيى، د اسمار پېښه له مرګ، ژوبلې پرته مني او په غازي اباد کې وايي د ايساف يو ټانکر خپله سيند ته غورځېدلى و، چې دوى بيرته راوېستى.

په ختيځ  کې د آيساف مطبوعاتي ادارې بياکليد ته يوازې د اسمار پېښه تائيد کړه او ويې ويل، دوى ته له زيان پرته پکې څلور ولسي موټر چلوونکي ټپيان دي.

دغې ادراې له ځاى ښودلو پرته نن سهار د ختيځ د سړک غاړې په يوه  ماين چاودنه کې د خپلو دوو سرتېرو وژل کېدل هم ومنل.

ايساف د خپلو وژل شوو سرتېرو هويت نه ښيي، خو بايد وويل شي، چې ختيځ کې مېشت د دوى ځواکونه امريکايان دي.

طالبان وايي دا ماين چاودنه يې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې پردغو ځواکونو کړى، چې يو شمېر ولسي خلک يې هم خبره مني.

کونړ، چې څه موده وړاندې د بهرنيو ځواکونو مرګ، ژوبله پکې لوړې کچې ته رسېدلې وه، نن ورځ ورته بيا تر لنډ مهالي ځنډ وروسته يوه ډېره زيان اړونکې هغه ګڼل کېږي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA