د افغانستان د بشري حقونو د څار او راپور ورکولو ډلې د طالبانو د وروستۍ اعلاميې هركلى كړى او په دوولسو مادو کې يې ځينې وړانديزونه کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د څار او راپور ورکولو ډلې د طالبانو د وروستۍ اعلاميې هركلى كړى او په دوولسو مادو کې يې ځينې وړانديزونه کړي دي.
د دې ډلې په اعلاميه راغلى، چې د طالبانو د دغه وړانديز هرکلي کوي، چې د روانې جګړې د ملکي تلفاتو د څېړنې او ارزونې لپاره دې يو پراخ بنسټه کمېسيون جوړ شي.
دا ډله له افغان دولت او ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې د طالبانو دې غوښتنې ته ځواب ورکړي.
د زمري په ٢۴ نېټه طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يوه داسي کمېسيون د جوړيدو وړانديز وکړ، چې پکې د جګړې ټولې غاړې، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو ډلې ګډون ولري او په جګړه کې د ملکي مرګ- ژوبلې په اړه پلټنې وکړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


