ads

بهرنيو ځواكونو د يوه قومي مشر پر كور عمليات تر سره كړل

بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د سرې کلا په کلي کې د قومي مشر حاجی عمر خان پر کورعملیات ترسره کړل او د عمرخان په ګډون يې د هغه د کورنۍ ۴ تنه غړي له ځان سره يوړل.     بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د سرې کلا په […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1389

بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د سرې کلا په کلي کې د قومي مشر حاجی عمر خان پر کورعملیات ترسره کړل او د عمرخان په ګډون يې د هغه د کورنۍ ۴ تنه غړي له ځان سره يوړل.

 

 

بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د سرې کلا په کلي کې د قومي مشر حاجی عمر خان پر کورعملیات ترسره کړل او د عمرخان په ګډون يې د هغه د کورنۍ ۴ تنه غړي له ځان سره يوړل.

د نوموړې کورنۍ یو تن غړى، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي کلید ته وویل، چې د شپی ناوخته د پېشنمي پرمهال بهرني ځواکونه د دوی کوررنو ته ورغلل او له پلټنې وروسته یې حاجي عمرخان او د هغه څلور ورېرونه له ځان سره یو ړل.

د حاجي ګلا خان په نامه د سیمې یوه قومي مشر هم په دې اړه کلید ته وویل، چې حاجي عمر خان یو قومي مشر و، چې قومي شخړې به یې د مرکو جرګو له لارې حل کولې او له هیچا سره یې کومې اړیکې نه لرلې.

بهرنیو ځواکونو په دې سیمه کې عملیات تائید کړي، خو د نیول شویو کسانو په اړه یی معلومات نه دي ورکړي، چې په کوم توریې نیولي دي.

د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو هم تر دا مهاله په دې اړه  څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د مټاخان په ولسوالۍ کې هم ورته عملیات شوي وو، چې بهرنیوځواکونو پکې د ۶ تنو وسلوالو طالبانو د نیولوخبر ورکړی و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA