د بلخ ولايت د ټاكنو خپلواك كمېسيون چارواكي وايي، چې په ځينو ولسواليو كې د رايې اچونې مرکزونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د بلخ ولايت د ټاكنو خپلواك كمېسيون چارواكي وايي، چې په ځينو ولسواليو كې د رايې اچونې مرکزونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
ټاكل شوې ده، چې د راون كال د وږي په 27 نېټه پارلماني ټاكنې د دويم ځل لپاره په هېواد كې تر سره شي.
د بلخ ولايت د ټاكنو خپلواك رئيس عزت الله آرمان په يوې ځانګړې مركې كې كليد ته وويل، چې د امنيتي چارواكو په وينا، د بلخ ولايت په چار بولك، چمتال، شولگره او چاركينت ولسواليو په ځينو سیمو کې خلک د امنیتی ستونزو سره مخ دی.
سرچينې زياته كړه، چې په نوموړيو ولسواليو كې د عامه پوهاوي کارکونکي هم د امنيتي ستونزو سره مخ دي او نشي كولاى خپل کار ته دوام ورکړي.
خو د ټاكنو كمېسيون رئيس د رايې اچونې د هغ مرکزونو، چې له امنيتي ګواښونو سره مخ دي شمېره څرګنده نه كړه.
همدارنګه د 2009 شاهين قول اردو د دريمې لېوا قوماندان بريد جنرال غلام فاروق احمدي وايي، چې په بلخ ولايت كې 319 د رايې اچونې مرکزونه شته، چې له جملې يې11 مرکزونه د امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
دي وايي، چې په دې اړه یې جدي پلټنې پیل کړي تر څو په هغه مرکزونو کې امنیتي ستونزې له منځه یوسې .
همدا راز د ټاكنو كمسيون رئيس وويل، چې په دې ولايت كې تر 30 زره زيات كسانو د رایو ورکولو كارتونه تر لاسه كري، چې د ښځو ونډه د نارينو په پرتله ډېره ده.
نوموري وویل، چې اوس هم خلک دوی ته مراجعه کوي تر څو د رایې ورکولو کارت تر لاسه کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د یو شمېر کارپوهانو په اند د پارلماني ټاكنو په رارسېدو سره به امنيتي ستونزې لا ډېرې شي.
د دوى په وينا، که دولت په دې اړه جدي ګام پورته نه کړي، نو ښایي ټاکنو کې خلک ونډه وانخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


