ads

پيټريوس: په ۲۰۱۱ كال كې وتل ضروروي نه دي

  په افغانستان كې د امريكايي پوځ مشر جنرال ډېوېډ پېټريوس ويلي، چې له افغانستانه د پوځ ايستولو پر خبرې عمل كول ضروري نه دي.   اين بي سي تلويزيون سره په خبرو كې نوموړي ويلي، چې دى واك لري، چې ولسمشر اوباما ته ووايي، چې له افغانستان د پوځونو ويستل، خو به له وخته […]

نویسنده: TKG
25 زمری 1389

 

په افغانستان كې د امريكايي پوځ مشر جنرال ډېوېډ پېټريوس ويلي، چې له افغانستانه د پوځ ايستولو پر خبرې عمل كول ضروري نه دي.

 

اين بي سي تلويزيون سره په خبرو كې نوموړي ويلي، چې دى واك لري، چې ولسمشر اوباما ته ووايي، چې له افغانستان د پوځونو ويستل، خو به له وخته وړاندې نه وي؟

نوموړي زياته كړې، چې د افغانستان جګړه يوه سخته جګړه ده او وي به.

د امريكې ولسمشر اوبا له افغانستان د پوځونو ويستلو لپاره د ۲۰۱۱ ميلادي كال نېټه ايښې، خو تر دې وړاندې يې افغانستان ته په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې د ۳۰۰۰۰ نورو نويو سرتېرو د استولو منظوري وركړې وه.

جنرال پېټريوس ويلي، چې د اسامه بن لادن نيول اوس هم د ده اصلي مقصد دى، ځكه اسامه بن لادن اوس هم د سخت دريزو لپاره يوه بېلګه ده.

ده په ويكي لېكس وېب پاڼې كې د امريكايي پوځ په اړه پرخپاره شويو ريپوټونو نيوكې وكړې او ويې ويل، چې په ځينو برخو كې يې د هغو افغانانو نومونه هم ښكاره كړي، چې له هغو څخه مو په ځينو سختو عملياتو كې مرسته تر لاسه كړې.

امريكې له عراقه هم تر راتلونكي كاله پوره د پوځونو د ويستلو پرېكړه كړې، خو عراق كې لوړپوړى پوځي جنرال دا يوه له وخته وړاندې پرېكړه بللې.

جنرال بابيكر زيباري وړاندوينه كړې، چې عراقي سرتيري تر راتلونكي كاله پورې د سيمې د امنيت ټينګولو وړتيا نشي ترلاسه كولاى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA