ads

ناټو هلمند کې د پنځو ملکي وګړو وژنه ومنله

ناټو ځواكونو منلې ده، چې ښايي د هلمند په مرکز لشکرګاه کې پنځه تنه ملکي وګړي د دوي په هوايي بريد کې وژل شوي وي. يادو ځواكونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي،   ناټو ځواكونو منلې ده، چې ښايي د هلمند په مرکز لشکرګاه کې پنځه تنه ملکي وګړي د دوي په هوايي بريد کې […]

نویسنده: TKG
25 زمری 1389

ناټو ځواكونو منلې ده، چې ښايي د هلمند په مرکز لشکرګاه کې پنځه تنه ملکي وګړي د دوي په هوايي بريد کې وژل شوي وي. يادو ځواكونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي،

 

ناټو ځواكونو منلې ده، چې ښايي د هلمند په مرکز لشکرګاه کې پنځه تنه ملکي وګړي د دوي په هوايي بريد کې وژل شوي وي.

يادو ځواكونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا هوايي بريد تېره پنجشنبه هغه مهال وشو، چې پر ځواکونو يې د لشکرګاه په يوه سيمه کې د مخالفينو له خوا بريد وشو او دوي له هوايي ځواکه مرسته وغوښته.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې په دې ورځ د درېيو وژل شويو کسانو مړي او څلور ټپيان د سيمې نژدې امنيتي پوستې ته لېږدول شوي وو، چې د ټپيانو له ډلې يې دوو هماغلته ساه وركړه.

راپور زياتوي، چې پاتې دوه ټپيان ډېر ژر د ايساف روغتون ته ورسول شول.

ناټو ځواكونو زياته كړې، چې که څه هم په دې اړه تحقيقات روان دي، خو داسې ښکاري، چې د وسله والو پرضد د ناټو د عملياتو په جريان کې ملکي کسان په نښه شوي وي.

ناټو په خپله خبرپاڼه کې پردې پېښې خواشيني ښودلې ده او ليکلي يې دي، چې د دوى هدف د ملکي وګړو ساتنه ده، خو دا مني، چې په دې پېښه کې په دې مقصد کې پاتې راغلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA