د ننګرهار امنيتي چارواکي د پارلماني ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د دې ولايت پر ناامنو سيمو د عملياتو د ترسراوي خبرورکوي. د دې ولايت سرپرست امنيې قومندان سمونوال عبادالله تلوار کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه نور جزيات ورنکړل،
د ننګرهار امنيتي چارواکي د پارلماني ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د دې ولايت پر ناامنو سيمو د عملياتو د ترسراوي خبرورکوي.
د دې ولايت سرپرست امنيې قومندان سمونوال عبادالله تلوار کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه نور جزيات ورنکړل، خو ويې ويل د عملياتو ترڅنګ له خبرو، اترو او نورو لارو، چارو هم د ناامنۍ له اغېزو د ټاکنو د خوندي والي پلان لري.
تلوار سره له دې، چې د ټاکنو کمېسون لا د رايه اچونې د مرکزونو شمېر په رسمي ډول نه دى ښودلى، وايي په ننګرهار کې پارلماني ټاکنو ته څه کم پينځه سوه مرکزونه جوړيږي، چې دوى يې د امنيت ساتنې ډاډ ورکوي.
د ننګرهار چارواکو د پارلماني ټاکنو تر کمپاين او له هغې وړاندې هم د پارلماني ټاکنو د امنيت ساتنې ژمنې کړې وې، خو له هغې سره، سره هم په ننګرهار کې د پخوا په پرتله د ناامنۍ پېښې ډېرې وشوې.
په دې ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسون ځايي مشر څه موده وړاندې د پينځو ولسواليو پر امنيتي وضعې د اندېښنې ترڅنګ ويلي وو، چې که دا وضعه روانه وي، په دې ولسواليو کې به ټاکنې ترسره نه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


