ads

كندهار كې ۱۷ ټنه چاودېدونكي توكي ونيول شول

د کندهار ولايت د امنيې قومندانۍ اوپراتيفي پوليسو پرون مازيګر يومازدا موټر،چې پکې په زرگونه کيلوگرامه چاودېدونکي توکي بار وو د څلوروتنو سره يو ځاي ونيول. د کندهار ولايت د امنيې قومندانۍ اوپراتيفي پوليسو پرون مازيګر يومازدا موټر،چې پکې په زرگونه کيلوگرامه چاودېدونکي توکي بار وو د څلوروتنو سره يو ځاي ونيول. د يادو چاودېدونکو […]

نویسنده: TKG
25 زمری 1389

د کندهار ولايت د امنيې قومندانۍ اوپراتيفي پوليسو پرون مازيګر يومازدا موټر،چې پکې په زرگونه کيلوگرامه چاودېدونکي توکي بار وو د څلوروتنو سره يو ځاي ونيول.

د کندهار ولايت د امنيې قومندانۍ اوپراتيفي پوليسو پرون مازيګر يومازدا موټر،چې پکې په زرگونه کيلوگرامه چاودېدونکي توکي بار وو د څلوروتنو سره يو ځاي ونيول.

د يادو چاودېدونکو توکو د نيولو په اړه د کندهار ولايت د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال شفيق افضلي كليد ته وويل، دغه چاوديدونکي توکي  په يوه مازدا موټرکې، چې دپلېټ نمبر يې د پاکستان هېواد و د بولدک له سرحده تر راتېرېدو وروسته د کندهار په گمرک کي ونيول شول.

افضلي زياته كړه، له دغو توكو سره يو ځاى څلور کسه هم نيول شوي.

د افضلي په وينا، ياد چاودېدونکي توکي، چې ټول وزن يې ١٧ ټنه کېږي په ډبو او پيپونو كې ځاى پرځاى شوي وو.

دغه چاودېدونكي توكي په داسې حال کې نيول کيږي، چې تېرکال هم د روژې په مياشت کې زياته اندازه چاوديدونکي توکي، چې په يوه ټانکرموټرکې ځاى پرځاى شوي وو  د چاودېدلو له امله يې گڼ شمېرعامو وگړو ته مرگ ژوبله اړولې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA