طالبانو په لومړي ځل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې معلومولو لپاره، د يوه داسې کمېسيون د جوړولو غوښتنه کړې، چې د دوى ترڅنګ په کې د ملګرو ملتونو او بهرنيو ځواکونو استازي هم ګډون ولري.
طالبانو په لومړي ځل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې معلومولو لپاره، د يوه داسې کمېسيون د جوړولو غوښتنه کړې، چې د دوى ترڅنګ په کې د ملګرو ملتونو او بهرنيو ځواکونو استازي هم ګډون ولري.
د وسله والو طالبانو په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) وروستى راپور يو اړخيز بللى دى.
يوناما د روانې مياشتې په ١٩مه، په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړه، چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٢٧١ ملکي وګړي وژل شوي، چې له دې ډلې، ٧٦% يې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا دي.
خو طالبانو په خپله تازه خبرپاڼه کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه د سپيناوي غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو د کمېټې باصلاحيته غړيو او د اسلامي امارت د مجاهدينو او بهرنيو ځواکونو د استازو په ګډون دې، يو داسې کمېسيون تشکيل شي، چې د افغانستان په لر او بر کې د ملکي تلفاتو په اړه بشپړ او دقيق تحقيقات وکړي.))
په پېشنهاد شوي کمېسيون کې د افغانستان د دولت له استازو څخه يادونه، نه ده شوې.
د دغې غوښتنې په اړه تراوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او افغان دولت کوم غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


