ads

د كندوز په قلعه ذال ولسوالۍ كې چاودنې ۴ تنه ټپيان كړل

د كندوز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ كې د يوې چاودنې په ترڅ كې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. ياده پېښه نن سهار هغه مهال د اقتيپه په بازار كې رامنځته شوه، كله، چې يوه تن ورسره چاودېدونكي توكي نامعلوم لوري ته لېږدول.       د كندوز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ كې […]

نویسنده: TKG
25 زمری 1389
د كندوز په قلعه ذال ولسوالۍ كې چاودنې ۴ تنه ټپيان كړل

د كندوز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ كې د يوې چاودنې په ترڅ كې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. ياده پېښه نن سهار هغه مهال د اقتيپه په بازار كې رامنځته شوه، كله، چې يوه تن ورسره چاودېدونكي توكي نامعلوم لوري ته لېږدول.

 

 

 

د كندوز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ كې د يوې چاودنې په ترڅ كې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

ياده پېښه نن سهار هغه مهال د اقتيپه په بازار كې رامنځته شوه، كله، چې يوه تن ورسره چاودېدونكي توكي نامعلوم لوري ته لېږدول.

د كندوز د پوليسو مشر عبدالرازق يعقوبي كليد ته وويل، چې يوه تن يوه اندازه چاودېدونكي توكي په بايسيكل له ځانه سره لېږدول، چې ناببره چاودنه رامنځته شوه، چې په وينا يې لېږدونكى پكې مړ او څلور ملكي وګړي، چې له ډلې يې درې ماشومان وو ټپيان شول.

يعقوبي، پېښه كې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى.

د پېښې په اړه تر دې دمه كومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

دا په روان كال كې دويمه چاودنه ده، چې په قلعه ذال ولسوالۍ كې تر سره شوه.

تر دې دوه مياشتې وړاندې په ياده ولسوالۍ كې د يو ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه كې د قلعه ذال ولسوال له موټر چلوونكي سره يې يو ځاى مړه او څلور تنه نور ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA