د دولسم ټولګي له دوه زرو شپږ سوو فارغينو څخه نن په كابل پوهنتنون كې د شپې پوهنځيو لپاره د كانكور ازموېنه واخستل شوه. د لوړو زده كړو وزارت تدريسي مرستيال پوهنوال محمدعثمان بابري خبريالانوته وويل،
د دولسم ټولګي له دوه زرو شپږ سوو فارغينو څخه نن په كابل پوهنتنون كې د شپې پوهنځيو لپاره د كانكور ازموېنه واخستل شوه.
د لوړو زده كړو وزارت تدريسي مرستيال پوهنوال محمدعثمان بابري خبريالانوته وويل، چې له يادو دوو زرو شپږ سوو فارغينو څخه به يواځې ۱۷ سوه د كابل پوهنتون او ښووونې او روزنې پوهنتونو ته لاره پيداكړي.
د بابري په وينا، د شپې پوهنځيو لپاره د كانكور د نننۍ ازموېنې پايلې به د روانې مياشتې په پاى كې اعلام شي.
نوموړي زياته كړه، چې په راتلونكې كې به دغه راز ازموينې د ننګرهار، مزار، كندهار او هرات پوهنتونونو كې هم واخستل شي.
د يادولو وړ ده، چې اوس مهال د كابل پوهنتون د شپې په برخه كې درې زره محصلين په نهو بېلابېلو پوهنځيو كې په زده كړو بوخت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


