ads

پكتيا كې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ايساف ځواكونو ويلي، د پکتيا په ځدراڼو کې يې د حقاني شبکې اړوند ٢٠ وسله وال طالبان وژلي دي. په کابل کې ايساف ځواكونو له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په وژل شويو كسانو کې بهرني طالبان هم شامل دي.   ايساف ځواكونو ويلي، د پکتيا په ځدراڼو کې يې د […]

نویسنده: TKG
24 زمری 1389

ايساف ځواكونو ويلي، د پکتيا په ځدراڼو کې يې د حقاني شبکې اړوند ٢٠ وسله وال طالبان وژلي دي. په کابل کې ايساف ځواكونو له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په وژل شويو كسانو کې بهرني طالبان هم شامل دي.

 

ايساف ځواكونو ويلي، د پکتيا په ځدراڼو کې يې د حقاني شبکې اړوند ٢٠ وسله وال طالبان وژلي دي.

په کابل کې ايساف ځواكونو له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په وژل شويو كسانو کې بهرني طالبان هم شامل دي.

خبر پاڼه زياتوي، له څو ورځو راهيسې افغان او ايساف ځواكونو د پكتيا په ځدراڼو كې له هغو طالبانو سره، چې غوښتل يې په سيمه كې دايمي اډې جوړه كړي، جګړه پيل کړه.

په خبرپاڼه كې راغلي، چې د ايساف الوتكو د جګړې په جريان كې د طالبانو پر مورچو بمباري وكړه او ۲۰ وسلوال طالبان يې ووژل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شويو طالبانو كې چيچنيايي، عربي، پاكستاني او افغان طالبان شامل دي.

خبرپاڼه، په وژل شويو کسانو کې د حقاني شبكې قوماندان فضل سبحان هم شامل ګڼي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، په دغې جګړه کې يواځې د شپږو طالبانو وژل کېدل مني

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA