په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاكنو ته د کانديدانو انتخاباتي کمپاينونه روان دي او د ټاكنو خپلواک کمېسيون هم بېلابېلو ولايتونو ته په تدارکاتو بوخت دى، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت د دغو ټاكنو په مخ کې د پرتو خنډونو له كبله اندېښنه څرګنده کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت يا يوناما وياند نظيف الله سالارزى وايي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ديمستورا يو پيغام خپورکړى، چې په هغې کې يې د ټاكنو د شفافيت لپاره په ځينو مسايلو څرګندونې کړي دي.
بل خوا د ټاكنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوي، چې په دې وروستېو کې يې ځينو ولايتونو ته سفرونه هم کړي، په يو شمېر ولايتونو کې يې د نا امنيو له كبله د ټاكنو د بهير د پيلولو پر څرنګوالي اندېښنه څرګنده کړې.
معنوي ويلي، چې دوى به هڅه وکړي د امنيت په ټينګښت سره په دې ولايتونو کې په ټاكنو کې د درغليو مخه ونيسي.
بل لور ته بيا افغان امنيتي چارواکي وايي، چې دوى د ولسي جرګې د ټاكنو لپاره د ډاډ منې امنيتي فضا د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاكنې د وږي د مياشتې په اوه ويشتمه نېټه ترسره شي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


