ads

کرزي د روژې په وياړ د جګړې درول غوښتي

جمهور رئيس کرزي د روژې د مياشتې په وياړ پر خپلو وسله والو مخالفينو غږ کړى، چې د روژې په درناوي جګړه او تاوتريخوالى و دروي. جمهور رئيس کرزي په دې اړه پخپل يوه پيغام کې ويلي،     جمهور رئيس کرزي د روژې د مياشتې په وياړ پر خپلو وسله والو مخالفينو غږ کړى، […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1389

جمهور رئيس کرزي د روژې د مياشتې په وياړ پر خپلو وسله والو مخالفينو غږ کړى، چې د روژې په درناوي جګړه او تاوتريخوالى و دروي. جمهور رئيس کرزي په دې اړه پخپل يوه پيغام کې ويلي،

 

 

جمهور رئيس کرزي د روژې د مياشتې په وياړ پر خپلو وسله والو مخالفينو غږ کړى، چې د روژې په درناوي جګړه او تاوتريخوالى و دروي.

 

جمهور رئيس کرزي په دې اړه پخپل يوه پيغام کې ويلي، هغه کسان چې وسله يې په لاس او په وينا يې بشري او اسلامي ضد کارونه کوي بايد ددغې مياشتې په درناوي ترې لاس واخلي.

کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله له مخالفينو غوښتي وو، چې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي، خو وسله والو مخالفينو پخوا په وار وار دغه غوښتنه رد کړې ده.

کرزي په خپل پيغام کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو لوړېدو ته هم اشاره کړې ده.

هغه له افغان سوداګرو اودوكاندارانو څخه غوښتي، چې دروژې د مياشتې په درناوي بيې لوړې نه کړي.

په هېواد کې هرکال د روژې په را رسېدو سره د خوراكي توکو بيې لوړېږي.

سږ کال هم د نژدې ټولو خوراکي توکو بيې د عادي مياشتو په پرتله لوړې شوي، چې بېوزله افغانان يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA