په خوست كې نن سهار د بهرنيو ځواكونو پر پوځې اډې توغنديز بريد درې ماشومان ووژل او يوه مېرمن يې ټپي كړه. يوې باوري سرچينې كليد ته د نامه له ښوولو پرته وويل، چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو په خوست كې د نړيوالو ځواكونو په پوځې اډې توغنديز بريد وكړ، چې د يادوو توغنديو يو يې د استوگنې په يوه كور ولگيد.
په خوست كې نن سهار د بهرنيو ځواكونو پر پوځې اډې توغنديز بريد درې ماشومان ووژل او يوه مېرمن يې ټپي كړه.
يوې باوري سرچينې كليد ته د نامه له ښوولو پرته وويل، چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو په خوست كې د نړيوالو ځواكونو په پوځې اډې توغنديز بريد وكړ، چې د يادوو توغنديو يو يې د استوگنې په يوه كور ولگيد.
د سرچينې په وينا،د توغندي د لگېدو له كبله درې ماشومان ووژل شول او يوه ميرمن ټپي ده.
تر اوسه ځايي چارواكو او ناټو ځواكونو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم طالبانو د پېښې پړه پرغاړه اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


