ads

هلمند کې د ناټو درې سرتيري ووژل شول

د بريتانيا دفاع  وزارت وايي، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې دوه سرتيري وژل شوي دي. لومړى سرتيرى د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوى،   د بريتانيا دفاع  وزارت وايي، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1389

د بريتانيا دفاع  وزارت وايي، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې دوه سرتيري وژل شوي دي. لومړى سرتيرى د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوى،

 

د بريتانيا دفاع  وزارت وايي، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې دوه سرتيري وژل شوي دي.

 

لومړى سرتيرى د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوى، دوهم په ګرېشک ولسوالۍ کې د الوتکې دکښېناستو پر مهال ټپي شوى، چې وروسته يې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

دغه راز ناټو وايي درېيم عسکر يې هم پرون د افغانستان په جنوب کې وژل شوى، د پېښې ځاى او د عسکر هويت نه دى څرګند شوى.

له ٢٠٠١م کال راهيسې په افغانستان کې ٣٣٠ بريتانوي عسکر وژل شوي، چې تر امريکايي پوځيانو وروسته يې تلفات زيات دي.

شاوخوا لس زره بريتانوي پوځيان په هلمند کې دېره دي، چې د پوځي ماموريت ترڅنګ د افغان ځواکونو په روزنيزو پروګرامونو کې هم برخه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA