ads

كرزى او اوباما: پر وسله والو طالبانو به فشار زياتوي

جمهور رئيس حامد کرزي او اوباما په يوې ويډيويي اړيکه کې ژمنه وکړه، چې پر وسلوالو طالبانو به فشار زياتوي. په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ څخه  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ويډيويي اړيکه تېره شپه نيول شوې وه.   جمهور رئيس حامد کرزي او اوباما په يوې ويډيويي اړيکه […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1389

جمهور رئيس حامد کرزي او اوباما په يوې ويډيويي اړيکه کې ژمنه وکړه، چې پر وسلوالو طالبانو به فشار زياتوي. په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ څخه  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ويډيويي اړيکه تېره شپه نيول شوې وه.

 

جمهور رئيس حامد کرزي او اوباما په يوې ويډيويي اړيکه کې ژمنه وکړه، چې پر وسلوالو طالبانو به فشار زياتوي.

په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ څخه  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ويډيويي اړيکه تېره شپه نيول شوې وه.

سرچينې زياته کړې، چې په دغې يوساعته ويډيويي اړيکه کې د افغانستان او امريکا جمهور رئيسانو پرېکړه وکړه، چې په ګډه سره به د افغان ځواکونو او حکومت د کاري وړتيا لوړولو لپاره هم کار کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو دغه راز په افغانستان کې د ولسي جرګې د راتلونکيو ټولټاکنو، داداري فساد پر ضد مبارزې او د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې په اړه هم په تفصيل سره خبرې کړي.

د سپينې ماڼۍ خبرپاڼې زياته کړې، چې د دې ويډيويي کنفرانس پر مهال په افغانستان کې د امريکا سفير کارل ايکن بيري او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرايس هم شتون درلود.

ياده شوې اړيکه په داسې حال کې نيول شوې، چې تېره اونۍ د جمهور رئيس وياند وحيد عمر رسنيو ته ويلي و، چې جمهور رئيس حامد کرزي بارک اوباما ته يو ليک لېږلى دى.

ويل كيږي، چې په دې ليک کې حامد کرزي له اوباما غوښتي، چې د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې ستراتيژي دې بدله کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA