د خوست ښار شمال لويديځ ته د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حيدرخېلو او ورزې قبېلو ترمنځ د يوې لانجمنې ځمكې پر سر جګړه شوې، چې دواړو لورو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست ښار شمال لويديځ ته د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حيدرخېلو او ورزې قبېلو ترمنځ د يوې لانجمنې ځمكې پر سر جګړه شوې، چې دواړو لورو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه جګړه نن سهار وختي پيل شوې وه، چې دوه ساعته يې دوام كړى او دواړو لورو پكې سپكې او درنې وسلې كارولي دي.
د اسماعيل خېلو ولسوال ولي شاه همت كليد سره په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې سيمې ته ملي اردو او پوليس رسېدلي دي او دغه جګړه اوس مهال په موقت ډول درېدلې.
د نوموړي په وينا، نښته كې له دواړو لوريو څخه ١١ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې .
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ياده ولسوالۍ كې ورته نښتو مرگ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


