ملي دفاع وزارت په يو شمېر ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو د بريالي ترسره كېدو خبر وركړ. د مل دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د سې شنبې په ورځ د يوې خبرې غونډې په ترڅ كې وويل، چې په كندهار، هلمند، فراه، زابل، لغمان، كندز، ننګرهار، لوګر، پكتيا او خوست ولايتونو كې تصفيوي عمليات په بريالي پاى ته ورسېدل.
ملي دفاع وزارت په يو شمېر ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو د بريالي ترسره كېدو خبر وركړ.
د مل دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د سې شنبې په ورځ د يوې خبرې غونډې په ترڅ كې وويل، چې په كندهار، هلمند، فراه، زابل، لغمان، كندز، ننګرهار، لوګر، پكتيا او خوست ولايتونو كې تصفيوي عمليات په بريالي پاى ته ورسېدل.
د عظيمي په وينا، په يادو ولايتونو كې د عملياتو پر مهال دوه ويشت وسله وال مخالفين له منځه تللي او نهه اويا كسه يې نيول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، له وسله والو مخالفينو څخه يې درنه وسله او چاوديدونكي توكي هم نيولي دي.
له بلې خوا جنرال عظيمي په لغمان ولايت كې د تېرو دوو ورځو د عملياتو خبر هم وكړه او زياته يې كړه، چې په دې ولايت كې يې پنځلس وسله وال مخالفين له منځه وړي.
د جنرال عظيمي په وينا، په دغه عملياتو كې د ملي اردو پنځه سرتيري مړه، يولس نور يې ټپيان شوي او يو شمېر لا تر دې مهاله نادركه دي.
عظيمي زياته كړه، د دې ولايت په عملياتوكې د ملي اردو اوه رېنجر موټر هم له منځه تللي.
د ملي دفاع وزارت چارواكو په وينا، د ملي اردو سرتيرو شمېره اوسمهال يوسلو څلور دېرش زروته رسيږي او شل زره نور يې د ښونې لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


