په كندوز كې د مېشتو ناټو ځواكونو يوه جاسوسي بې پيلوټه الوتكه، چې د ياد ولايت د لودين په سيمه كې د الوت په حالت كې وه، د تخنيكي ستونزو له امله راوغورځېده
په كندوز كې د مېشتو ناټو ځواكونو يوه جاسوسي بې پيلوټه الوتكه، چې د ياد ولايت د لودين په سيمه كې د الوت په حالت كې وه، د تخنيكي ستونزو له امله راوغورځېدهپه سيمه كې د ناټو ځواكونو د مطبوعاتي دفتر مشر ډګرمن ويبر د پېښې پخلى كړ او ويلي يې دي، چې الوتكه يې د تخنيكي ستونزو له امله رغورځېدلې.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نامعلوم ځاى څخه د ټېلفون پر ليكه كليد ته وويل، چې ياده الوتكه د كندوز په لودين سيمه كې د الوت په حالت كې وه، چې د دوى د ملګرو لخوا وويشتل شوه.
دا په روان كال كې د ناټو ځواكونو دريمه بې پيلوټه الوتكه ده، چې په كندوز كې راپرېوځي.
څه موده وړاندې يې هم يوه الوتكه په دشت ارچي ولسوالۍ كې راغورځېدلې وه
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


