ads

په جنوب كې ٧ وسله والو طالبان ووژل شول

د ملي دفاع وزارت په بېلا بېلو علمياتو کې د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو او پنځو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ. د ياد شوي وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات د کندهار په ژېړۍ، د پکتيا په زرمت او د زابل په شاه جوى […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1389

د ملي دفاع وزارت په بېلا بېلو علمياتو کې د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو او پنځو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ. د ياد شوي وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات د کندهار په ژېړۍ، د پکتيا په زرمت او د زابل په شاه جوى ولسواليو کې ترسره شوي دي.

 

 

د ملي دفاع وزارت په بېلا بېلو علمياتو کې د اوو وسلوالو طالبانو د وژلو او پنځو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ.

د ياد شوي وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات د کندهار په ژېړۍ، د پکتيا په زرمت او د زابل په شاه جوى ولسواليو کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دغه عمليات د بګرام د ځانګړې قطعې او د ايتلافي ځواکونو د ځانګړې قطعې د ځواکونو لخوا په ګډه په لاره اچول شوي وو.

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې د دې عملياتو په ترڅ کې اوه وسلوال مخالفين وژل شوي او پنځه نور شکمن کسان نيول شوي دي .

په خبرپاڼه کې په دې عملياتو کې د ملي اردو د دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA