ads

هلمند كې د ايساف يوې الوتكې بېړنۍ ناسته وکړه

د هلمند په  ګرېشک ولسوالۍ کې د ايساف يوې چينوک ډوله الوتكې د نظامي مرکز له يوه برج سره، له ټکر وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده. خو وسلوال طالبان ادعا کوي، چې دغه الوتكه دوى ويشتې او د ايساف سرتېرو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.     د هلمند په  ګرېشک ولسوالۍ کې […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1389

د هلمند په  ګرېشک ولسوالۍ کې د ايساف يوې چينوک ډوله الوتكې د نظامي مرکز له يوه برج سره، له ټکر وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده. خو وسلوال طالبان ادعا کوي، چې دغه الوتكه دوى ويشتې او د ايساف سرتېرو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

 

د هلمند په  ګرېشک ولسوالۍ کې د ايساف يوې چينوک ډوله الوتكې د نظامي مرکز له يوه برج سره، له ټکر وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده.

 

خو وسلوال طالبان ادعا کوي، چې دغه الوتكه دوى ويشتې او د ايساف سرتېرو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وويل، چې دغې چينوک ډوله الوتكې د تخنيكي ستونزو له امله د ګرشک په زمبيلي سيمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د الوتكې له عملې څخه يو تن  ټپي شوى او نور هېڅ زيان نه لري.

په هلمند کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر رسنيو ته وويل، چې دغې (سي، ايچ،۴۷) چينوك ډوله الوتكې نن سهار په څلور نيمو بجو په ګرېشک کې پوليسو ته اکمالات کول، چې د نظامي مرکز له يوه برج سره يې وزر وجنګېد او بېړنۍ ناسته يې وکړه.

سرچينه وايي، چې په پېښه کې چاته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

ياده شوې سرچينه وايي، چې په الوتكه کې څلور تنه سپاره وو او ټول ترې روغ وتلي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ياده الوتكه  د دوى له خوا ويشتل شوې او په کې ناست سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، تېره ورځ د ايساف يوه بې پيلوټه الوتکه په شمالي ولايت کندوز کې غورځېدلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA