ads

هرات كې درې سرحدي پوليس ووژل شول

نن سهار ۹ بجې د بمي چاودنې له امله د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ كې ۳ سرحدي پوليس مړه او ۱ بل ټي شو. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله، چې د يادو پوليسو موټر د ګلران ولسوالۍ په چاه تخته سيمه كې د سړك د غاړې پر ماين وخوت.   نن سهار ۹ […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1389

نن سهار ۹ بجې د بمي چاودنې له امله د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ كې ۳ سرحدي پوليس مړه او ۱ بل ټي شو. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله، چې د يادو پوليسو موټر د ګلران ولسوالۍ په چاه تخته سيمه كې د سړك د غاړې پر ماين وخوت.

 

نن سهار ۹ بجې د بمي چاودنې له امله د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ كې ۳ سرحدي پوليس مړه او ۱ بل ټي شو.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله، چې د يادو پوليسو موټر د ګلران ولسوالۍ په چاه تخته سيمه كې د سړك د غاړې پر ماين وخوت.

په لويديځ كې د څلورم سرحدي زون د قوماندانۍ د كشف امر رسنيو ته ويلي، چې دغه سرتيرو اكمالات لېږدول، چې پر لاره له دغې پېښې سره مخ شول.

نوموړي زياته كړه، په دغه پېښه كې ۳ سرتيري مړه او ۱ بل ټپي شوى دى.

د پېښې پړه طالبانو پر غاړه اخستې او ادعا يې كړې، چې په پېښه كې ۵ سرتيري وژلي دي.

د ګلران ولسوالۍ يوه سرحدي ولسوالۍ ده، چې د ايران په ګډه پوله پرته ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA