د كندهار په دامان ولسوالۍ كې تېره ورځ ۱۲۰ بورۍ امونيم نايتريت، چې په دوو ټېكټرو كې ځاى پرځاى شوي و دپوليسو له خواكشف او ونيول شول. دغه خبر د كندهار د والي له دفتره په يوه راليږل شوې خبر پاڼه كې راغلى.
د كندهار په دامان ولسوالۍ كې تېره ورځ ۱۲۰ بورۍ امونيم نايتريت، چې په دوو ټېكټرو كې ځاى پرځاى شوي و دپوليسو له خواكشف او ونيول شول.
دغه خبر د كندهار د والي له دفتره په يوه راليږل شوې خبر پاڼه كې راغلى.
خبر پاڼه زياتوي، چې پوليسو د دغو كمياوي موادو سره يوځاى څلور كسان هم نيولي دي .
خبر پاڼه د امنيتي چارواكو له قوله ليكي، چې له نيول شويو كسانو څخه پوښتنې او گرويږنې روانې دي .
د يادولو وړ ده، چې امونيم نايتريت يو ډول كيمياوي مواد دي، چې د دولت ضد مخالفين يې د ماينونو په جوړولوكې كاروي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


