ads

د نويو چاپ شويو كتابونو د وېش لړۍ پيل شوه

پوهنې  وزارت د څلويښت اعشاريه شپږ ميليونو نويو چاپ شويو كتابونو د وېش خبر وركړ. د پوهنې وزارت چارواكو په وينا، د منځنۍ دورې ښوونځيو زده كوونكو لپاره ياد څلور اعشاريه شپږ ميليونه جلده كتابونه باندې نولس ميليونه ډالره لګښت   پوهنې  وزارت د څلويښت اعشاريه شپږ ميليونو نويو چاپ شويو كتابونو د وېش خبر […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1389

پوهنې  وزارت د څلويښت اعشاريه شپږ ميليونو نويو چاپ شويو كتابونو د وېش خبر وركړ. د پوهنې وزارت چارواكو په وينا، د منځنۍ دورې ښوونځيو زده كوونكو لپاره ياد څلور اعشاريه شپږ ميليونه جلده كتابونه باندې نولس ميليونه ډالره لګښت

 

پوهنې  وزارت د څلويښت اعشاريه شپږ ميليونو نويو چاپ شويو كتابونو د وېش خبر وركړ.

 

د پوهنې وزارت چارواكو په وينا، د منځنۍ دورې ښوونځيو زده كوونكو لپاره ياد څلور اعشاريه شپږ ميليونه جلده كتابونه باندې نولس ميليونه ډالره لګښت راغلى، چې د ډنمارك او د امريكا د پراختيايي ادارې لخواوركړل شوي دي.

پوهنې وزير غلام فاروق وردك په همدې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، چې نوي چاپ شوي كتابونه د پخوانيو كتابونو ځنې اويا سلنه توپير لري، چې په ښكلي طباعت، صحافت او كفيت په اندونيزيا او په هېوا كې دننه د چاپ چارې يې ترسره شوي دي.

د وردك په وينا، د يادو نويو چاپ شويو كتابونو د وېش لړۍ له همدې ننۍ ورځې پيل شوې، چې لومړى به هغو ولايتو نوزده كوونكو ته و وېشل شي، چې ورته اړتيا لري.

د ده په خبره زابل، كندهار، ارزګان، هلمند، نيمروز، فراه، پكتيا او نورستان هغه ولايتونه دي، چې دا مهال يادو نويو چاپ شويو كتابونو ته اړتيا لري.

د يادولو وړ ده، چې نوي چاپ شوي كتابونه په داسې حال كې په زده كوونكو وېشل كېږي، چې په ټول هېواد كې اوسمهال ټولټال شپږ سوه ښونځي په لسو جنوبي ولايتونو كې د درې سوو زرو زده كوونكو پرمخ تړل شوي دي.

خو د پوهنې وزارت چاروا كو يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو په كلكه وغوښتل، چې د خپل افغان زامنو، وروڼو او خويندو سره دښمني بس كړي، تر څو دوى خپلې زده كړې پيل كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA