ads

حامد کرزي له جنرال پيټريوس او کياني سره وليدل

جمهور رئيس کرزي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټريويس او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پروېز اشفاق کياني سره وليدل.   جمهور رئيس کرزي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټريويس او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پروېز اشفاق کياني […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1389

جمهور رئيس کرزي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټريويس او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پروېز اشفاق کياني سره وليدل.

 

جمهور رئيس کرزي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټريويس او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پروېز اشفاق کياني سره وليدل.

 

د جمهور رئيس  د ويندوى له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ليدنه پرون  له غرمې وروسته شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې ليدنه کې يادو شويو جنرالانو د هغو موضوعاتو په اړه جمهور رئيس  کرزي ته معلومات ورکړل، چې د ناټو، پاکستان او افغانستان ترمنځ د نظامي کمېسيون په غونډه کې مطرح شوي دي.

دغه نظامي غونډه پرون  له غرمې مخکې په کابل کې جوړه شوه.

د سرچينې دمعلوماتو له مخې، يادو شويو چارواکيو دغه راز په اړوندو مسايلو هم خبرې هم وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني، د ناټو، پاکستان او افغانستان ترمنځ د نظامي کمېسيون په غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راغلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA