ads

په ځانمرګي بريد کې دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ كې د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانمرګى بريد وشو، چې له كبله يې دوه پوليس ووژل شول او د پنځو پوليسو په ګډون لس تنه ټپيان شول.     د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ كې د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانمرګى بريد وشو، چې […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1389

د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ كې د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانمرګى بريد وشو، چې له كبله يې دوه پوليس ووژل شول او د پنځو پوليسو په ګډون لس تنه ټپيان شول.

 

 

د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ كې د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانمرګى بريد وشو، چې له كبله يې دوه پوليس ووژل شول او د پنځو پوليسو په ګډون لس تنه ټپيان شول.

د لويديځ زون ساحوي قوماندان جنرال اكرام الدين ياور، چې له دې پېښې روغ رواتى و، رسنيو ته ويلي، چې ځانمرګى بريد كوونكي د ده د ساتونكو دوه وروستي موټر په نښه كړل، چې په ترڅ كې يې دغه پېښه رامنځته شوه.

نوموړي زياته كړه، چې د پېښې په ځاى كې د تېلو بار موټر هم سوځېدلي، چې په وينا يې، له همدې امله د يو شمېر پوليسو ټپونه ژور شوي دي.

د هرات ولايت د ګذرې ولسوال ضياء الدين شريفي رسنيو ته وويل، چې يوه ځانمرګي بريدکوونکي، چې په کورولا موټر کې سپور وو، د ولسوالۍ ودانۍ په ٥٠٠ مترۍ کې يې د لوېديځې حوزې د ساحوي پوليسو قوماندانۍ د يوه رېنجر موټر په مخ کې ځان والوځاوه.

د نوموړي په وينا، د تېلو دوه ټانکرونه چې په سيمه کې وو، هم په بشپړه توګه سوځېدلي او د پوليسو رېنجر هم زيانمن شوى دى.

د ګذرې ولسوال، د ولسوالۍ او کابل بانک ودانيو د زيانمنېدو خبره هم وکړه.

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA