ads

په جنوب كې دوه بهرني سرتېري ووژل شول

په كابل كې د مېشتو ايساف ځواكونو په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د هېواد په جنوب كې يې دوه سرتېري د يوې چاودنې په ترڅ كې وژل شوي دي. په كابل كې د مېشتو ايساف ځواكونو په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د هېواد په جنوب كې يې دوه سرتېري د يوې […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1389

په كابل كې د مېشتو ايساف ځواكونو په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د هېواد په جنوب كې يې دوه سرتېري د يوې چاودنې په ترڅ كې وژل شوي دي.

په كابل كې د مېشتو ايساف ځواكونو په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د هېواد په جنوب كې يې دوه سرتېري د يوې چاودنې په ترڅ كې وژل شوي دي.

په اعلاميه كې د دغو سرتېرو د هويت او د پېښې د كره ځاى په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا په داسې حال كې ده، چې له دې پېښې يوه ورځ مخكې پنځه بهرني سرتېري د افغانستان په جنوب او ختيځ كې ووژل شول.

د يو بل خبر له مخې د كندهار ښار په لومړۍ ناحيه كې په يوه راكټي بريد كې شپږ ملكي كسان ټپيان شوي.

د كندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې راكټ تېره شپه په يوه كور لګيدلى او ټپيان ټول د يوې كورنۍ غړي دي.

د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA