د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د ولسې جرګې د انتخاباتو او په هيواد کې د ملکي تلفاتو په اړه دوه جلا جلا راپورونه خپاره کړل. د ملکي تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي،
د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د ولسې جرګې د انتخاباتو او په هيواد کې د ملکي تلفاتو په اړه دوه جلا جلا راپورونه خپاره کړل.
د ملکي تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي، چې د وسلوالو طالبانو، او ګډو ځواكونو له لوري په تېرو ٧ مياشتو کې ۱۳۲۵تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
راپور زياتوي، چې ډيرى دغه كسان د هېواد په جنوب او شمال کې وژل شوي دي، چې د دوى په وينا د افغانستان تر ټولو ناامنې سيمې دي او زياتې چارې په کې په ټپه ولاړې دي.
ملکي تلفات هغه ستونزه ده، چې په تېرو نهو کلونو کې يې د مخنيوي په برخه کې زياتې ژمنې وشوې، خو د دې پرځاى، چې راكمه شي لا پسې پراخه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو د خپلو پوځي لارښودونو د جوړولو اعلان وکړ، چې ويل شوي دوى به د ملکي تلفاتو په مخنيوي کې هڅه کوي.
تر دې مخکې د بشر حقوقو د څار او راپور ورکولو ادارې هم د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړى و، چې په هغه راپور کې هم د ملکي تلفاتو کچه لوړه ښوول شوې وه.
د بشر حقوقو په دويم خپاره شوي راپور کې د انتخاباتي کمپاينونو په اړه ويل شوي، چې امنيتي ستونزې، د طالبانو مخالفت او دځينو دولتي چارواکو مداخلې په دې برخه کې مهم خنډونه دي، چې کانديدان په خلاص مټ کمپيانونه نه شي کولاى او خلک هم ښايي د ناامنيو له کبله په دغو انتخاباتو کې برخه وانخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


