ads

ټاكنو كمېسيون له ديني عالمانو مرسته وغوښته

د ټاکنو کمېسون نن د ننګرهار له ديني عالمانو او مخورو څخه په يوه غونډه کې وغوښتل، چې په  پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو په هڅونه کې ورسره مرسته وکړي. د ټاکنو کمېسون نن د ننګرهار له ديني عالمانو او مخورو څخه په يوه غونډه کې وغوښتل، چې په  پارلماني ټاکنو کې […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1389

د ټاکنو کمېسون نن د ننګرهار له ديني عالمانو او مخورو څخه په يوه غونډه کې وغوښتل، چې په  پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو په هڅونه کې ورسره مرسته وکړي.

د ټاکنو کمېسون نن د ننګرهار له ديني عالمانو او مخورو څخه په يوه غونډه کې وغوښتل، چې په  پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو په هڅونه کې ورسره مرسته وکړي.

په ننګرهار کې د ټاکنو د کمېسون ځايي مسول ډاکټراحمدولي امين کليد ته وويل، دا غوښتنه به ورته ګټوره پرېوځي او وبه کړاى شي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د رايه اچونکو شمېر زيات کړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د دې غوښتنې ترڅنګ د ديني عالمانو او مخورو د امنيت ډاډ ورکولاى شي کنه؟ وويل په دې اړه يې له امنيتي ادارو ژمنه اخېستې او امنيت ساتنه د دوى کار دى.

يو شمېر ديني عالمانو هم کليد ته وويل، چې پارلماني ټاکنو کې به په دې شرط خلک برخې اخېستو ته هڅوي، چې حکومت يې د امنيت او د خپلو وسله والو مخالفينو له ګواښه د ژغورنې ډاډ ورکړي.

په ننګرهار کې له ديني عالمانو او مخورو څخه د ټاکنو په بهير کې په داسې حال کې مرسته غوښتل کېږي، چې د دې ولايت په يو شمېرسيمو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي  او د ټاکنيزو چارواکو په خبره له دې امله د دوى چارې هم يو څه ټکنۍ شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA