سيمه ييز ډاكټران وايي، په هرات ولايت كې د ښځو په ځان سوځنه كې د تېر كال په پرتله 47 سلنه زياتوالى راغلى. دوى خبر دارى وركړ كه دولت د دې ستونزې د حل لاره ونه مومي نو دا کار به په هرات ولايت كې يو لوى ناورين رامنځ ته كړي.
سيمه ييز ډاكټران وايي، په هرات ولايت كې د ښځو په ځان سوځنه كې د تېر كال په پرتله 47 سلنه زياتوالى راغلى.
دوى خبر دارى وركړ كه دولت د دې ستونزې د حل لاره ونه مومي نو دا کار به په هرات ولايت كې يو لوى ناورين رامنځ ته كړي.
د هرات د ۶۰۰ بستريز روغتون د سوځنې د څانکې مشر ډاکتر جلالي کليد ته وويل، چې په دې ولايت کې د ځان سوځنې پېښې د تېر لمريز کال په پرتله په سلو کي ۴۷ سلنه زيات والى ښيي.
جلالي وېره څرګنده كړه، که دا ارقام همداسي لوړ شي نو په هرات ولايت کي په يو لوى ناورين رامنځته شي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه بد رواج د هرات ډيرى كورنيو ته لاره پيدا كړې او لا هم په خورېدو دى.
د نوموړي په وينا، د دغې پېښو ډيرى قربانيان د كم عمر لرونكي ښځې وي، چې په وينا يې عمرونه يې د ۱۵ او ۳۰ ترمنځ وي.
جلالي وايي، چې تېر كال د كال په ۵ لمړيو مياشتو كې موږ 35 د ځان سوځنې پېښې درلودې، خو سږ كال تراوسه 73 د ځان سوځنې پېښې زموز سره ثبت شوي.
د نوموړي په وينا، كه څه هم په هرات ولايت كې داسې ډېرې ټولنې شته، چې په دې برخو كې ښځو ته لارښونې كوي، ترڅو خپل ځانونه ونسېځي، خو د دې ولايت ډيرى اوسېدونكي وايي، چې دې ټولنو په دې برخه كې هېڅ لاسته راوړنې نه درلودې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


