يو شمېر سرچينې دا جوتوي، چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بمبار له امله تر لسو ډېر وژل شوي ولسي وګړي د لوګر د اذرې ولسوالۍ استوګن دي.
يو شمېر سرچينې دا جوتوي، چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بمبار له امله تر لسو ډېر وژل شوي ولسي وګړي د لوګر د اذرې ولسوالۍ استوګن دي.
د وژل شويو کسانو د کورنۍ څو غړو کليد ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې پر شپه يې د خپل يوه مړي جنازه له جلال اباده د خوږياڼو پر لاره لوګر ته لېږدوله، چې د خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو ترمنځ په هاشم خېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو لخوا پرې بمبار وشو او تر لسو ډېر خپلوان يې پكې ووژل شول.
د ننګرهار د شېرزادو ولسوال ملک رستم هم د دې خلکو خبره مني او وايي وژل شوي يوولس تنه او د لوګر د اذرې ولسوالۍ استوګن ول.
بلخوا د ننګرهار پخوانى والي حاجي دين محمد، چې د ولسمشر کرزي په امر د يوه پلاوي په مشرۍ د دې او دې پېښې سره په يوه شپه د خوږياڼو په نوکړخېلو کې د بلې ولسي مرګ، ژوبلې د خبرې څېړلو ته راغلى، کليد ته وويل، چې د پېښې په اړه يې څېړنې روانې دي او پايلې به يې ژر په ډاګه شي.
حاجي دين محمد دا هم وايي، چې که په ننګرهار کې ولسي مرګ، ژوبلې پاى ته ونه رسيږي، نو د ننګرهار د ناامنه کېدو له امله به مرکزي حکومت ستونزو سره مخ شي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره، چې د خوږياڼو وروستيو عملياتو کې يې وژل شوي ټول خپل وسله وال مخالفين ګڼلي وو، وايي د ولسي مرګ، ژوبلې د ادعاوو څېړنه کوي.
خو ځايي خلک بيا دې څېړنو ته نهيلي دي او وايي، داسې څېړنو مخکې هم ولسي مرګ، ژوبلې جوتې کړي، خو د داسې پېښو د مخنيوي لامل نه دى ګرځېدلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


